د ايډز ۲۵مه نړيواله غونډه څو ورځې مخکې د جرمني په مونيخ ښار کې تر سره شوې. د جرمني د چاريتی (Charité) پوهنتون روغتون په شمول د سازمانونو څېړونکو په دې غونډه کې ويلي، چې په ۲۰۰۹ کال کې پر ایډز اخته شوی يو جرمنی کس، په بدن کې د ستېم سېل (stem cell) له اچولو وروسته د نژدې ۶ کلونو لپاره هېڅ ايډز ويروس نه دی پيدا شوی، نو له دې امله روغ جوړ بللی شوو. دا په نړۍ کې راپور شوی اووم کس دی، چې له ايډز ناروغۍ څخه پوره روغ شوی دی.