د چین کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د اقتصادي وضعیت د څېړنې په اړه د هغو شخصتونو غونډه وکړه چې د دې ګوند غړي نه دي
CMG2024/07/30 17:38:08
شريکول:

د چین کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د جولای په ۲۶مه نېټه په بېجینګ کې د هغو شخصیتونو مباحثوي غونډه وکړه چې د دې ګوند غړي نه دي.

په دې غونډه کې د اوسني اقتصادي وضعیت او د سږ کال د دوهمې نیمايي لپاره  د اقتصادي کارونو په اړه د ډیموکراتیکو ګوندونو، د صنعت او سوداګرۍ ټولنې استازو او هغو شخصيتونو چې‌ د هېڅ ګوند غړي نه دي، وړاندیزونه او نظریې یې واورېدل شوې. د کمونیست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ دغې غونډې ته مهمه وینا وکړه او و یې ویل، چې موږ باید د چین کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرس، د شلمې مرکزي کمېټې د دوهمې او درېیمې غونډې روحيې په پوره تطبیق سره د ثابت پرمختګ اصولو په ټينګولو سره د پرمختګ نوې نظریې پلې کړو، د پرمختګ نوي شکل جوړېدل دې ګړندي کړو او د نوي کیفیت تولیدي توان ابادې دې وهڅوو.

شي جين پينګ پر دې ټينګار سره چې  اوس د بهرني چاپېریال له امله منفي اغېزې د زیاتېدو په حال کې دي او کورنۍ اړتياوې کمې دي، او دا ټول د چین د اقتصاد د پرمختګ او د جوړښت بدلون پروسې پروړاندې خنډونه او ستونزې دي. چین باید له دغو ستونزو سره فعاله مقابله وکړي او د پرمختګ اعتماد دې ټينګ کړي چې اقتصاد روښانه راتلونکی ومومي.