د ملګرو ملتونو ۳ خپلواک کارپوهان د جولای په ۳۰مه نېټه له امریکا څخه غوښتنه وکړه چې کیوبا د ترهګرو د ملاتړ کوونکو هېوادونو له لیست څخه وباسي.
د امریکا حکومت له ۲۰۲۱ کال څخه کیوبا د ترهګرو د ملاتړکوونکو هېوادونو په لیست کې شامل کړ. کارپوهانو دې ته اشاره کړې چې په یو اړخیز ډول کیوبا د ترهګرو د ملاتړ کوونکو هېوادونو په لیست کې شامېلېدل د نړیوال قانون له اساسي اصولو څخه سرغړونه ده.