د ايټاليا لومړۍ وزيرې جورجيا ميلوني د جولای په ۲۷مه نېټه چين ته خپل رسمي سفر پيل کړ. دا د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې واک ته تر رسېدو وروسته چين ته د نوموړې لومړی سفر دی.
په وروستيو کلونو کې د اروپايي اتحادیې د مرستو د محدوديدو يا د يادو مرستو د مؤثريت د کمېدو له کبله د اټياليا اقتصادي بيارغېدنه کمزورې شوې ده.
د ايټاليا بانک د اټکل له مخې به د دغه هېواد اقتصادي وده روان کال لا کمزورې او ۰.۶ سلنه را ټيټه شي.
په ورته مهال چين خپل ورخلاصون ته ادامه ورکوي او د جنوب ختيځې اروپا له هېوادونو، لکه يونان سره یې د کمربند او لارې نوښت په چوکاټ کې له همکاريو د پام وړ پايلې ترلاسه کړې دي.
د چيني بڼې پانګونې او نغدينو د مديريت له کبله يوازې د يوې لسيزې په موده کې د پيرايوس بندر له لوی زيانه ژغورل شوی او په اروپا کې په څلورمه لوی بندر او دغه راز مديترانه کې په لومړۍ درجه بندر بدل شوی دی.
د چين د چټکې اقتصادي ودې په (ايکسپريس اورګاډي) کې سپريدل د ايټاليا د اقتصادي ودې له بيارغېدو او چټکتيا سره مرسته کولی شي.
چين او ايټاليا په خپلو صنايعو کې له مهمو متقابلو بشپړوونکو امتيازاتو څخه برخمن دي چې د متقابلو همکاريو لپاره په ځانګړي ډول په خاصو سکټورونو کې پراخ بالقوه ځواک وړاندې کوي.
د چين – ايټاليا د ګډې اقتصادي کمېټې او د سوداګرۍ او مذاکراتو په ۱۵م فورم کې چې د روان کال په اپريل کې جوړ شوی و، د ایتالیې د لومړي وزير مرستيال انتونيو تاجاني، په څرګنده په ايټاليا کې د چين د نوې انرژۍ د هغو شرکتونو هرکلی وکړ چې د برېښنايي موټرو د توليد په برخه کې کار کوي.
د چيني برېښنايي موټرو په تړاو د اروپايي اتحادیې له لوري د سبسايډي ضد څېړنو په پايله کې د رامنځته شوې تشې په ډکولو سره به ايټاليا نه يوازې د نوې انرژۍ د توليد په برخه کې خپل ظرفيت لوړ کړي، بلکې و به کولی شي چې ځايي اقتصادي وده پراخه او دندې ډيرې کړي.
روان کال د چين – ايټاليا د جامع ستراتيژيک پارټنرشيپ شلمه کليزه ده.
تازه په تازه، د چين کمونيست ګوند د شلمې مرکزې کمېټې په درېيمه عمومي غونډه کې يو پياوړی پيغام ولېږدول شو چې چين به د بهرنې نړۍ پر مخ د ورخلاصون په تړاو د دولت بنيادي پاليسۍ ته ژمن پاتې شي او د ورخلاصون له لارې به د اصلاحاتو هڅولو ته ادامه ورکړي.
د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون دوام به د ايټاليايي شرکتونو لپاره په چين کې د پانګونې پراخ فرصتونه برابر کړي.
پر دې سربېره، چين په ايټاليا کې د پانګونې لپاره د پام وړ باالقوه ځواک لري چې بېخ بنايي سکټور لکه انرژي، پانګونې، بندرونه، لوجستيک او بېړۍ چلونه او دغه راز ټکنالوژيکي نوښتونه لکه پرمختللي توليدات، پاکې انرژۍ، فضايي چلند او د واورې او يخ صنعت په لمن کې نغاړي.
د دوو لرغونو تمدنونو په توګه، چين او ايټاليا له کلتوري پلوه يو بل جذب کړي او په مکررو متقابلو زده کړو او تبادلاتو کې سره ښکېل دي.
د مارکوپولو ( Marco Polo) د مړينې د ۷۰۰مې کليزې په مناسبت او دا چې چين د پرانيستي اقتصاد لپاره د لوړو معيارونو نوې ادارې رامنځته کوي او په چټکۍ سره اداري ورخلاصون پراخوي، چين ته د ميلوني سفر به د چين او ايټاليا تر منځ همکاريو او ستراتيژيک پيوستون ته لا ډيره مثبته انرژي ورکړي.