څو کاله مخکې، د ځانګ قوم د محصلې څومو پلار د شيځانګ د لينجه ښار په شویکا کلي کې يو فارم جوړ کړی، چې پکې ګانوډرما (Ganoderma) روزوي. څومو په ۲۰۱۸م کال کې د بېجينګ له يو مشهور پوهنتون څخه فارغه شوې، د برېښنا شرکت له دندې څخه يې استعفا کړې او بېرته يې د پلار فارم ته ستنه شوې او د خپلې پوهې په کارولو سره یې د خپلې کورنې د سوداګرۍ لپاره هڅه کړې. تر اوسه پورې څومو د دې فارم اداري چارې او د انلاين خرڅلاو کارونه پر غاړه لري، چې نه يوازې يې دغه فارم ته نوی خوځنده ځواک برابر کړی، بلکې له خپل پلار سره يې په ګډه ځايي خلک له بېوزليتوب څخه ژغوري او د کار زمینه ورته برابروي.
په شيځانګ کې د څومو په شان ډېر زيات ځوانان کار کوي، چې ځينې يې په شيځانګ کې زېږېدلي او ځينې يې د پرمختګ لپاره شيځانګ ته تللي دي.
نو ولې دوی شيځانګ ته تللي او هلته نوي کارونه ایجاد کړي؟ لومړی لامل يې دا دی، چې د شيځانګ اقتصاد د چټک زياتېدو په حال کې روان دی. مخکې شيځانګ د چين يوه ډېره بېوزله سيمه وه. په دې وروستيو کلونو کې دغه سيمه د چین د مرکزي حکومت تر ملاتړ لاندې د سيلانيزو چارو، نوي تخنيکي فارمونو، صنعتي توليدي مرکزونو په برخو کې ډېر پرمختګ موندلی د. د ۲۰۱۹م کال په پای کې شيځانګ کې د بېوزلۍ کچه ډېره کمه شوې او په ۲۰۲۱م کال کې یې د دې هېواد له نورو ځايونو سره هماهنګه او هر اړخیزه شتمنه ټولنه جوړه کړې ده.
د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د شيځانګ سیمې د تولیداتو عمومي اندازه ۱۱۸ میليارډو او ۹۴۵ میلیونو يوانو ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶،۱ سلنه زياتوالی ښيي او په چين کې يې دوهم ځای نيولی دی. له دې امله شيځانګ ډېر زيات ځوانان جلب کړي چې هلته نوي کارونه رامنځته کړي.
د دې تر څنګ، د شيځانګ کلتور هم ډېر جالب دی. د ځانګ قوم ځوان چې يون دان نومېږي، له ګان سو ولايت څخه په شيځانګ کې نوی کار ایجاد کړی او په ټولنيزې رسنۍ کې ۴۶۰ زره مينه وال لري. هغه د چین مډیا ګروپ خبريال ته ويلي، چې د شيځانګ ښکلی او ځانګړی کلتور ډېر په زړه پورې دی. تر اوسه پورې ۱۳ کاله کېږي چې يون دان د شيځانګ په لاسه ښار کې ژوند کوي، په دې بهير کې يې په ټولنيزې رسنۍ کې د شيځانګ ښکلې طبيعي منظرې، ځانګړی کلتور او موسیقۍ خپرې کړې او د انټرنېټ کارونکو له تود هرکلي سره مخ شوي دي او د ده د رسنۍ په مینه والو کې بهرني انټرنېټ کارونکي هم شامل دي. يون دان په دې سره په ټولنيزه رسنۍ کې يو مشهور کس ګرځېدلی او نړیوالو هم په دې سره د شیځانګ حقیقي څېره لیدلې ده.
د بشري حقونو څرنګوالی څه دی؟ زموږ په اند، د خلکو نيکمرغي تر ټولو لوی بشري حق دی. د چين د هراړخیزو اصلاحاتو په ژورېدو سره او د نوي توليدي ظرفیت په لوړوالي سره به نور غښتلی خوځند ځواک رامنځته شي او د شيځانګ د باکيفيته پرمختګ لپاره به هم نوی خوځنده ځواک ورکول شي. د ځانګ قوم د ځوان يون دان په خبره، هغه غواړي په راتلونکي کې د حقيقت د ريکارډولو له لارې نورو خلکو ته دا څرګنده کړي، چې شيځانګ يوه مقدسه او ښکلې سيمه ده.