سروې: د جاپان او امریکې ترمنځ نظامي همکارۍ د نړۍ 81.69 سلنه خلک اندېښمن کړي
CMG2024/07/31 15:27:00
شريکول:

جاپان او امریکې څو ورځې مخکې د یوې اعلامیې په خپرولو سره پرېکړه وکړه چې په جاپان کې به د امریکايي ځواکونه د واحدې قوماندې اداره جوړه کړي، دغه قومانداني کولای شي چې له جاپان سره د لویې پيمانې نظامي عملیات طرحه او تر سره کړي. دغې اعلامیې د نړیوالې ټولنې پراخ پام جلب کړی دی.

د چین ميډیا ګروپ د سي جي ټي ان څانګې د یوې سروې نتیجه خپره کړه چې له مخې یې، 81.69 سلنه پوښتل شوي خلک دا نظر لري چې د جاپان او امریکې دغه نظامي همکاري د سیمې سوله او ثبات ګواښي او د نړیوالې ټولنې د بیدارۍ وړ اقدام دی.

د امریکې تر اغېزې لاندې، د سږ کال لپاره د جاپان دفاعي بودیجه نږدې 8 ټریلیونه جاپاني ینو ته رسېدلې ده. د سروې 90.33 سلنه پوښتل شوي خلک فکر کوي چې جاپان د سولې له بنسټیز قانون څخه سخته سرغړونه کړې ده. 87.46 سلنه خلکو یې د جاپان له دغه عمل سره کلک مخالفت ښودلی دی.