شي جين پينګ د ونزویلا د ولسمشر په توګه د دوامدار ټاکل کېدو په پار نیکولاس مادورو موروس ته د مبارکۍ پيغام ولیږه
CMG2024/07/31 10:21:20
شريکول:

د چین دولت رئیس شي جين پينګ د جولای په ۳۰مه نېټه د ونزویلا د ولسمشر په توګه د دوامدار ټاکل کېدو په پار نیکولاس مادرورو موروس ته د مبارکۍ پيغام ولیږه.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې ویلي، ولسمشر مادورو د ونزویلا د حکومت او خلکو په مشرۍ د خپل هېواد له حالاتو سره سمون لرونکې لار غوره کړی او د خپل هېواد د ابادۍ په بهیر کې یې د لیدو وړ بریالیتوبونه تر لاسه کړي دي. چین به تل د خپل حاکمیت، ملي ابرومندۍ او ټولنیز ثبات د ساتلو او له بهرنیو لاسوهنو سره د مخالفت په اړه د ونزویلا له کوښښونو ملاتړ وکړي.