سوډان په سویس کې د اوربند د خبرو اترو لپاره له امریکا سره له کتنو څخه غوښتنه وکړه
CMG2024/07/31 14:13:15
شريکول:

د سوډان د بهرنيو چارو وزارت د جولای په ٣٠مه نېټه په يوه اعلاميه کې وويل چې د دغه هېواد حکومت له امریکا سره د کتنې غوښتنه وکړه تر څو د اګست په ۱۴مه نېټه په سويس کې د اوربند د خبرو اترو لپاره چمتووالی ونیسي.

د دې اعلامیې له مخې، د سوډان حکومت غواړي چې د جګړې پای ته رسولو او د ملکي وګړو د خوندیتوب په هدف په هر ډول خبرو اترو کې برخه واخلي او له هر منځګړي کوونکي سره همکاري وکړي.