بېجينګ: چين به په منځني ختيځ کې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره رغنده رول ولوبوي
CMG2024/07/31 10:49:01
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د جولای په ۳۰مه نېټه په يوې مطبوعاتي غونډې کې وويل، چين به د " بېجينګ اعلاميې" د پلي کولو لپاره د ماليزيا په شمول ټولو خواوو سره اړيکې او همغږي پياوړې کړي او د منځني ختيځ سیمې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره به رغنده رول ولوبوي.

د مالوماتو له مخې، د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهيم په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې د يوې مقالې په خپرولو سره د چين حکومت ستاينه وکړه، چې د فتح، حماس او نورو فلسطیني ډلو تر منځ يې د خبرو اترو لپاره قوي ملاتړ چمتو کړی دی.

نوموړي ویلي چې د " بیجینګ اعلامیې" عملي پایلو ته سترګې په لار دي. هغه یو ځل بیا په ټولو هېوادونو غږ وکړ چې د فلسطین دولت په رسميت وپېژني.