د لبنان دولتي خبري اژانس خبر ورکړی چې اسرائيل بې پيلوټه الوتکې د جولای د دېرشمې نيټې په ماښام د پلازمېنې بيروټ په جنوبي څنډو کې د حزب الله پر يوې موخې بريد کړی دی. د دې هېواد د روغتيا وزارت تازه شمېرنه ښيي چې د دې بريد له امله درې تنه وژل شوي او ۷۴ تنه نور ټپيان شوي دي.
د لبنان سرپرست لومړي وزير نجيب ميقاتي په همدې ورځ پر بيروت د اسرائيل ياد تېری غندلی او دې ته په اشارې سره يې وويل چې د اسرائيل دغه کړنه له نړيوالو قوانينو او نړيوال بشري قانون څخه سرغړونه ده.