د چين د متقاعدو پوځيانو د چارو غونډه د جولای په ۲۹مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پينګ د متقاعدو پوځيانو د چارو په اړه مهمې لارښوونې وکړې.
شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې متقاعد شوي پوځيان نه يوازې د ګوند او هېواد ارزښتناکه شتمني ده، بلکې د چيني شکله عصري کولو د پرمخبيولو په پار مهم ځواک دی. د متقاعدو پوځيانو چارې د اصلاحاتو او پرمختګ په ثبات او د پوځ په پياوړتيا او پرمختګ پورې تړاو لري.