د ایران منتحب ولسمشر معسود پزشکیان د جولای د ۳۰مې نېټې په ماسپښین په رسمي توګه لوړه کړې ده. هغه په خپله وینا کې ژمنې کړې چې نوی حکومت به دوامدار پرمختګ، د اقتصادي ځواک پیاوړتیا او د ایرانیانو د ژوند سویې لوړتیا ته لومړیتوب ورکړي، په نړیوال ډګر کې به د ایران ګټې او حیثیت وساتي او د مختلفو ډلو ترمنځ به د اجماع لپاره کوښښونه وکړي.