حماس د جولای په ۳۱مه نېټه په يوه اعلاميه کې ويلي، د دغه وسله والې ډلې مشر اسماعيل هنيه د ايران په پلازمېنه تهران کې په خپل استوګنځای کې د اسرائيلي هوايي بريد له امله وژل شوی دی.
د چين د خارجه وزارت وياند لين جيان په همدې ورځ په دې اړه څرګنده کړې، دغې پېښې ته مو پام کړی او له دا ډول پټې وژنې سره ټينګ مخالفت کوو. د ده په خبره، دا پېښه به د سيمه ييزو حالاتو د لا پسې ترينګلتيا سبب وګرځي. چين تل ويلي چې د سيمې شخړه دې د مذاکراتو له لارې حل شي، په غزه کې دې ژر تر ژره دايمي او هراړخيز اوربند وشي او د وسله والو شخړو د لا سختېدو مخنيوی دې وشي.