د ايران د اسلامي انقلابي ګارډ د عامه اړيکو څانګې د جولای په۳۱مه نېټه په يوې اعلاميې کې اعلان وکړ چې د حماس سياسي مشر اسماعيل هنيه او يو ساتونکی يې د دغه هېوادپه پلازمېنه تهران کې تر بريد وروسته وژل شوی دی .
په اعلاميه کې راغلي چې د پېښې لامل تر څېړنې لاندې دی او د څېړنو پایلې به يې وروسته اعلان شي.
هنيه په ۱۹۶۳م کال کې زېږېدلی او په غزه کې د حماس د مشر په توګه يې دنده ترسره کړې ده.