د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو د جولای د ۳۰مې نېټې په مازديګر په هوايي او سمندري قلمرو کې د عصري دفاعي چارو د پرمخبيولو په باره کې ۱۶مه ډله ييزه زده کړه تر سره کړه. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د يادې ډله ييزې زده کړې د مشرۍ پر وخت مهمه وينا وکړه او پر دې يې ټينګار کړی چې په هوايي او سمندري قلمرو کې د عصري دفاعي چارو پرمختګ د دفاعي او پوځي چارو د عصريتوب لپاره لازمې اړتياوې دي، د باکيفيته پرمختګ د لوړې سويې ساتنې لپاره ضرورت او د چيني شکله عصريتوب او د چيني ملت د بيا احيا لپاره خورا ستر اهميت لري.
ياده ډله ييزه زده کړه د چين د خلکو ازادي بښوونکي پوځ د جوړېدو د ۹۷مې کليزې په درشل کې تر سره شوې ده.
عمومي منشي شي جين پينګ د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې او مرکزي پوځي کمېټې په استازيتوب ټولو چيني پوځيانو ته د مبارکۍ پيغام استولی دی.