انټونيو ګوتريس: نړيواله ټولنه بايد تر وسه پورې د منځني ختيځ وضعيت د ارامولو لپاره هڅه وکړي
CMG2024/08/01 10:14:10
شريکول:

د ملګرو ملتونو سرمنشي د جولای په ۳۱مه نېټه د خپل وياند ستيفان دوياريک له لارې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې بېلا بېلې خواوې بايد د منځني ختيځ وضعيت د ارامولو لپاره هڅه وکړي تر څو په منځنۍ ختيځ کې د اوږد مهال سوله او ثبات تر لاسه شي.

د عرب ليګ سرمنشي احمد ابوالغيط په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، په منځني ختيځ کې د اسرائيلو کړنې ډېرې خطرناکې دي.