فلسطين د جولای ۳۱مه نېټه د ملي ماتم ورځ په ټوګه وټاکله
CMG2024/08/01 10:02:41
شريکول:

د فلسطين ولسمشر محمود عباس د جولای په ۳۱مه نېټه دغه ورځ د ملي ماتم ورځې د ټاکلو اعلان وکړ څو په ايران کې د حماس مشر اسماعيل هنيه له وژنې څخه خواشيني څرګنده کړي.

د فلسطين خبري اژانس خبر ورکړ، ولسمشر محمود عباس د اردن سيند په لوېديځه غاړه کې د دغه هېواد له حکومتي ارګانونو څخه د ملي بيرغ د نيمه ځوړندېدو غوښتنه وکړه، د پټې وژنې د دې پېښې سخته غندنه يې وکړه او پر ټولو فلسطينيانو يې غږ کړی چې يو موټی شي.

د مصر، عراق او روسيې په شمول د څو هېوادونو خارجه وزيرانو په همدې ورځ د دې پېښې غندنې هم کړې دي.