په دې وروستيو ورځو کې د جاپان او امريکا د بهرنيو او امنیتي چارو غوڼده او د د دغو دوو هېوادونو د وزيرانو په کچه غونډه تر سره شوه. په دې ترڅ کې د جاپان يو لړ اقداماتو سیمه ييز هېوادونه هيښ کړي دي. د مثال په توګه، د جاپان او امريکا پوځي اتحاد يې لا ټينګ کړی او پر چين يې تور لګولی... ځينو جاپانيانو ويلي، چې د دغه هېواد حکومت غواړي د یادو اقداماتو له لارې شخړه رامنځته کړي او جنګ ونښلوي.
د جاپان په یادو خطرناکو اقداماتو کې تر ټولو د شک وړ کړنه دا ده، چې له امريکا سره يې په ګډه اټومي ګواښ پراخ کړی. امریکا ژمنه وکړه چې د اټومي وسلو په شمول د پوځي ځواکونو له لارې د خپل اتحاد غړي هېوادونه خوندي کړي. له ۲۰۲۱م کال راهيسې، د جاپان او امريکا د بهرنيو او دفاعي چارو وزارتونو په دې اړه سلامشورې تر سره کړې او حتی په روان کال کې يې د وزيرانو په کچه د سلامشورې خپلواک چوکاټ جوړ کړی. په دې وروستيو ورځو کې جاپان او امريکا د وزیرانو په غونډه کې د خپل امنیت د ساتنې په برخه کې د اټومي وسلو اهمیت تائید کړی دی.
د نړيوالو په اند، جاپان د اټومي وسلو د نه خپرېدو په تړون کې د اټومي وسله نه لرونکي هېواد له دندې څخه سرغړونه کړې ده، په دې سره به د اټومي وسلو د خپرېدو خطر پراخ شي او سيمه ييز کړکېچن وضعيت به نورهم سخت شي.
د خندا وړ دا ده، چې جاپان له یوې خوا د اټومي جنګ ځپلي هېواد په توګه له اټومي وسلې څخه د پاکې نړۍ د جوړېدو غوښتنه کړې ده، له بلې خوا يې له امریکا سره اټومي اتحاد نور ټينګ کړی. د ۲۰۲۳م کال په مې مياشت کې، جاپاني حکومت په هيروشيما کن ښار کې د اټومي وسلو د کمولو په اړه يو سند خپور کړی، خو تر اوسه پورې هېڅ پرمختګ نه لري. دا ځل جاپان د اټومي ګواښ پراخول نور پياوړي کړي او په اټومي برخه کې له امريکا څخه ډېر محافظت غواړي، خو د شنونکو په نظر، امريکا غواړي د اټومي ګواښ د پراخولو له لارې په نړۍ کې خپل پوځي تسلط پياوړی کړي او له نورو هېوادونو سره په مبارزه کې خپلې برلاسۍ زیاتې کړي، په دې سره به جاپان په جنګ کې حتی په اټومي جنګ کې ښکېل شي.
د پام وړ دا ده، چې د جاپان او امريکا اتحاد له يوې خوا د اټومي وسلو ممکنه خپرېدل زیات کړي، له بلې خوا يې د چين غندنه کړې، چې دغه هېواد په چټکه توګه اټومي وسلې زياتې کړې. د جاپان او امريکا اتحاد غواړي د نړۍ پام نورو هېوادونو ته واړوي، څو خپل اقدامات په پټه توګه تر سره شي. خو دا ټولو ته معلومه شوې چې چين پر دې ټينګار لري، چې لومړی به پر هېڅ هېواد اټومي برید ونه کړي، د اټومي وسلو اندازه به يوازې د خپل ملي امنيت د خونديتوب لپاره له کافي اندازې سره برابره کړي او د پوځي تجهيزاتو هېڅ سيالي به تر سره نه کړي. برعکس، جاپان څو څو ځلې په پوځي برخه کې د امريکا مرستې لټولې او د خپل پوځي توان د بيا غښتلي کېدو لپاره يې هڅه کړې. د جاپان داسې اقدامات نه يوازې د انسانانو له سوله ييزو چارو څخه سرغړونه ده، بلکې له تاریخ څخه يې عبرت نه دی اخیستی.