وانګ يي د زامبیا د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل
CMG2024/08/01 11:33:27
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جولای په ۳۱مه نېټه په بېجينګ کې د زامبيا د بهرنيو چارو له وزير مولامبو هایمبي سره خبرې اترې وکړې.

وانګ يي د چين د کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې د رېيمې عمومي غونډې روحيه معرفي کړه او ويې ويل چې چين غواړي له زامبيا سره د دولتي او حکومتي تجربو تبادله پياوړې کړي او د زامبيا د خپل پرمختګ لارې له لټولو ملاتړ وکړي او له زامبیا سره د د دغه هېواد د عصري کولو له پروسې سره مرسته وکړي. د روان کال په سپتمبر کې به د چين او افريقا د همکارۍ فورم نوې سرمشريزه غونډه په بېجينګ کې تر سره شي. چین غواړي له افریقایي هیوادونو سره په بریالیتوب سره د دې لویې غونډې کوربه توب وکړي.

هایمبي وويل، زامبيا غواړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخیزو ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو د ۶۰مې کليزې په مناسبت د دواړو خواوو د هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ لا پياوړې کړي.