د خبر له مخې، د چين په مقابل کې د تګلارو په اړه د څو هېوادونو پارلمانونو اتحاد غونډه د جولای په ۳۰مه نېټه د چين په تای بۍ ښار کې تر سره شوه. په دغه غونډه کې د يو پرېکړه ليک په تصويب سره اعلان شوی چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ ۲۷۵۸م پرېکړه ليک د تايوان د سياسي مقام مسئله نه ده حل کړې.
د چين د دولتي شورا د تايوان چارو دفتر وياند چن بين هوا د جولای په ۳۱مه نېټه په دې اړه ویلي، تايوان مسئله د چين کورنۍ چارې دي چې هېچا ته پکې د لاسوهنې اجازه نه ورکول کېږي. د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په ۲۷۵۸م پرېکړه ليک کې د يو چين د پېژندنې اصول تائيد شوی او صلاحيت يې نشي ننګول کېدای شي.