د CGTN نظرپوښتنه: نږدې ۸۲ سلنه ګډونوال یې د متحدو ايالتونو – جاپان پر نظامي اړيکو اندېښمن دي
CMG2024/08/01 15:12:41
شريکول:

متحدو ايالتونو او جاپان په توکيو کې د مشورتي کمېټې تر غونډې وروسته په يوه ګډه اعلاميه کې په جاپان کې د متحدو ايالتونو د پلان او قوماندې د لوړولو له لارې د نظامي همکاريو د پراخولو پلان اعلان کړ. دې ګام د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د خلکو اندېښنې راپارولې دي.

د سي جي ټي اين د يوې نظرپوښتنې له مخې، د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ۸۱.۶۹ سلنه ګډونوالو نظر ورکړی چې د متحدو ايالتونو او جاپان تر منځ د نظامي همکاريو پراختيا به سيمه ييز امنيت او ثبات له يوه نوي ګواښ سره مخ کړي. دوی باور څرګند کړی چې دغه اتحاد د نړيوالې ټولنې له لوري خورا ډيرې پاملرنې او احتياط ته اړتيا لري.

تر هغې وروسته چې په جاپان کې د لومړي وزير فوميو کېشېدا حکومت جوړ شو، دغه هېواد په دوامداره توګه له متحدو ايالتونو سره د خپل اتحاد پر پياوړي کولو کار کوي او موخه یې دا ده چې د اندو – پاسفيک ستراتيژۍ په ملاتړ سره خپل نظامي سکون تقويه کړي. د جاپان نظامي بودجه په ۲۰۲۴ کال کې له متحدو ايالتونو سره په همغږۍ ۷.۹۵ ټريليونه ينو یعنې (۵۲.۱) ميليارده امريکايي ډالرو ته ورسېده.

په نظرپوښتنه کې نورې اندېښنې هم راپورته شوې دي. ۹۰.۳ سلنه ګډونوال یې له دې سره موافق دي چې جاپان له ګواښونو په ډګه بڼه له خپل سوله غوښتونکي اساسي قانون څخه واټن اخلي. پر دې سربېره، ۸۷.۴۶ سلنه ګډنوالو یې د جاپان د نظامي لګښتونو له ډيريدو سره مخالفت څرګند کړی او ويلي یې دي چې د نظامي بودجې ډيريدل د اساسي خدمتونو د بودجې د کمېدو سبب کيږي او پر ولسي ښېګڼې ناوړه اغېز پرېباسي. دغه راز ۸۷.۷۵ سلنه ګډونوالو د متحدو ايالتونو له ډيپلوماټيکو او امنيتي سياستونو سره د جاپان پر انطباق هم اندېښنه څرګنده کړې او ويلي یې دي چې دا چاره به د سيمه يیزو کشمکشونو د ډيريدو او په اسيا – پاسفيک سيمه کې د سولې او ثبات د زيانمنېدو سبب شي.

د متحدو ايالتونو – جاپان په ګډه اعلاميه کې (د چين  ګواښ) په تړاو هم مبالغه شوې چې ګنې چين په خپله ګټه د نړيوال نظام د بدلولو په هڅه کې دی. دغه راز پکې د جنوبي چين په سمندرګي کې د چين د ادعا مخالفت هم شوی دی. له دې سره سره هم د نظرپوښتنې ۸۷.۹۸ سلنه ګډونوالو له دې دريځ سره مخالفت کړی او باور یې څرګند کړی چې جاپان د دې سيمې بهر د هېواد په توګه وضعیت لا ټرینګلی کوي او د سيمه ييزو مسايلو په هواري کې مرسته نه کوي.

په نظرپوښتنه کې تاریخي ليدلوري هم رابرسېره شوي دي. ۸۷.۹۳ سلنه ګډونوالو یې ويلي چې جاپان بايد د يوه اسيايي هېواد په توګه د خپلو سيالانو د ځپلو په موخه د متحدو ايالتونو د لوبو پر وسيلې له بدليدو ډډه وکړي. دوی د جاپان له حکومته غوښتي چې ستراتيژيکه خپلواکي وساتي، خپل بهرني سياستونو داسې عيار کړي چې د جاپان ملي ګټې پرې خوندي شي او په عملي اقداماتو سره د خپلو ګاونډيو هېوادونو او د نړيوالې ټولنې اعتبار خپل کړي.

د سي جي ټي اين دغه نظرپوښتنه په انګريزي، هسپانوي، فرانسوي، عربي او روسي ژبو شوې او د ۲۴ ساعتونو په موده کې ۷۲۵۴ تنو پکې ګډون کړی دی.