د چين ميډيا ګروپ په دې وروستيو کې په لاتينې امريکا کې ))په نوې زمانه کې د چين د اصلاحاتو د ژورتيا د نړيوالو فرصتونو(( تر عنوان لاندې يو لړ ډيالوګونه تر سره کړل.
په دې ډيالوګ کې د لاتينې امريکا هېوادونو سياستوالو، کارپوهانو او خبريالانو ګډون کړی و، برخه والو يې د چين د اصلاحاتو د هراړخيزې ژورتيا، د چين کمونېست ګوند د ۲۰مې دورې مرکزي کميټې د درېيمې عمومي غونډې د نړيوال اهميت او د دواړو اړخونو تر منځ اړيکو باندې د چين اصلاحاتو د هراړخيزې ژورتيا د اغيزې په اړه د نظريو تبادلې وکړې.