د لبنان د حزب الله وسله والې ډلې د جولای په ۳۱مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د دغه ډلې يو لوړپوړی قومندان فواد شکر د جولای په ۳۰مه د دغه هېواد د پلازمينې بيروټ په جنوبي څنډو کې د اسرائيلو د بريد له امله وژل شوی.
د لبنان دولتي خبري اژانس خبر ورکړی، د اسرائيلو بې پيلوټه الوتکې د جولای د ۳۰مې نېټې په ماښام د پلازمينې بيروټ په جنوبي څنډو کې د حزب الله پر يوې موخې بريد کړی دی. د دې هېواد د روغتيا وزارت تازه شمېرنه ښيې، د دې بريد له امله پر فواد شکر سر بېره، ۳ ښځې او ۲ ماشومان هم وژل شوي او ۷۴ تنه نور ټپيان شوي دي.