پنګ چینګهوا د ایران د ولسمشر د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړ
CMG2024/08/01 11:32:54
شريکول:

د ایران د حکومت په بلنه د چین د دولت رئيس شي جين پينګ ځانګړی استازي پنګ چینګهوا د جولای په ۳۰مه نېټه د ایران په پلازمینه تهران کې د دغه هېواد د نوي ولسمشر معسود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړ. په دوهمه ورځ پزشکیان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له پنګ چینګهوا سره وکتل.

پنګ چینګهوا د لیدنې په ترڅ کې پزشکیان ته د دولت رئيس شي جين پينګ لخوا سلامونه او نيکې هيلې وړاندې کړې او د ايران د څوارلسم ولسمشر په توګه يې د دندې د تر سره کولو له امله مبارکي وويله. پينګ چينګوا وويل، چې چين غواړي د ايران له نوي حکومت سره سياسي متقابل باور ژور کړي او د چين او ايران د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړیکو د پرله پسې پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي.

معسود پزشکیان په خپلو خبرو کې وویل، ایران به له چین څخه د خپلو اصلي ګټو په ساتلو کې په کلکه ملاتړ وکړي، د کمربند او لارې او په ۳ سترو نړیوال نوښتونو کې به په فعاله توګه ګډون وکړي، د ایران او چین اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره به هڅې وکړي.