د ترکيې د ولسمشريزې ماڼۍ مطبوعاتي بيورو د اګست په لومړۍ نېټې خبر ورکړ، د ترکيې د استخباراتو د ملي ادارې په منځګړيتوب امريکا، جرمني، پولنډ، سلوانيا، ناروې، روسيې او بلاروس هېوادونو په همدې ورځ په انقره کې د بندیانو تبادله کړې ده.
د خبر له مخې، له تبادله شويو ۲۶ بنديانو څخه ۱۰ تنه روسيې، ۱۳ تنه جرمني او ۳ تنه نور يې امريکا ته سپارل شوي دي.