د ايران د بهرنيو چارو سرپرست وزير علي باقري په دې وروستيو کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي، د ملګرو ملتونو د امنيت شورا مشر او د اسلامي همکارۍ سازمان سرمنشي ته پيغامونه لېږلې او پکې يې ويلي چې ايران به تر وسې پورې د خپل هېواد امنيت وساتي.
نوموړي په پيغامونو کې له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د اسرائيل هغه کړنې وغندلي، چې د حماس مشر اسماعيل هنيه يې وژلی دی.
په پيغامونو کې دا هم راغلي، چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا ځانګړې غونډه او د اسلامي همکارۍ سازمان د بهرنيو چارو د وزيرانو بېړنۍ غونډې دې تر سره شي او ملګري ملتونه او اسلامي همکارۍ سازمان دې پر فلسطينيانو د اسرائيل د بريدونو مخنیوی وکړي.