د چين او امريکا د نشه يي توکو پر ضد د همکارۍ کاري ډلې د لوړپوړو چارواکو لومړۍ غونډه د جولای په ۳۱مه نېټه په امريکا کې تر سره شوه.
دواړو خواوو د نشه يي توکو د کنټرول، د قضيو د همکارۍ، د تخنيکي تبادلې، د څواړخيزې همکارۍ او د انلاين اعلانونو د پاکولو په برخو کې د وروستيو پرمختګونو راپور ورکړ، د پاملرنې وړ مالومات شريکې کړې، د نظريو او وړانديزونه يې تبادله کړل او د همکارۍ لارې چارې يې روښانه کړې.
دواړو هېوادونو موافقه وکړه چې د متقابل درناوي، د توپيرونو کنټرول او ګډې ګټې پر بنسټ د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې په برخو کې همکارۍ او خبرې اترې پياوړې کړي، د چين او امريکا د نشه يي توکو پر ضد د همکارۍ ژورې کړي او په نړۍ کې د نشه يي توکو پر ضد مسئلې لیرې کړي.