د اروپايي ټولنې د مصنوعي ځيرکتيا قانون د اګست په لومړۍ نېټې رسماً نافذ شو. دا قانون د مصنوعي ځيرکتيا اړوندو چارو د هراړخيز څار په پار د نړۍ لومړی قانون دی چې دا په مختلفو ساحو کې د مصنوعي ځيرکتيا له اړوندو ټېکنالوژيو څخه د ګټې اخيستنې يو مهم ګام بلل کېږي.
د دغه قانون له مخې، د خبرو اترو ربوټ په شمول د مصنوعي ځيرکتيا سيستمونه بايد کارېدونکو ته څرګند خبر ورکړي چې دوی له ماشين سره د خبرو اترو په حال کې دي. د مصنوعي ځيرکتيا ټېکنالوژۍ برابروونکي بايد د دې تضمين وکړي چې د اړوندو ټېکنالوژيو لخوا چمتو کېدونکي اوازونه، ويډيوګانې، متنونه او عکسونه د مصنوعي ځيرکتيا د توليداتو په توګه پېژندل کېدای شي. دغه راز، په دغه قانون کې د مصنوعي ځيرکتيا په اړه د کارېدونکو بنسټيزو ګټو ته څرګند ګواښ کېدونکي سيستمونه منع دي.
اروپايي ټولنه به د دغه قانون له سرغړوونکو تصديو څخه د ۷٪ کلني عايداتو په اندازه جریمې واخلي.
( سپوږمۍ)