اسرائيل د حماس پوځي مشر د وژنې خبر پخلی کړی
CMG2024/08/02 11:13:32
شريکول:

اسرائيلي ځواکونو د اګست په لومړۍ نېټې د دې خبرې پخلی کړی چې د حماس پوځي مشر محمد دېف د جولای په ۱۳مې نېټې د غزې تړانګې د خان يونس سيمې په موخه د اسرائيلي ځواکونو په یوه هوايي بريد کې وژل شوی دی.

اسرائيلي ځواکونو په يوې اعلاميې کې ويلي، اسرائيلي جنګي الوتکو د جولای په ۱۳مې نېټې د محمد دېف او د حماس د خان يونس لوا مشر رفع سمالا پر پټنځايونو بريدونه کړي او دواړه  يې وژلي دي.