د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن اعلان وکړ، چې امريکا به د دفاعي توان د پياوړتيا لپاره له فليپين سره ۵۰۰ ميليونه امريکايي ډالره مرسته وکړي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د جولای په ۳۱مه نېټه په یوه خبري ناسته کې وويل، چې چين څو څو ځلې د امريکا او فليپين تر منځ د پوځي همکارۍ په اړه خپل دریځ څرګند کړی دی. د جنوبي سمندر مسئلې له امريکا سره کوم تړاو نه لري او واشنګټن د چين او فليپين تر منځ په سمندري مسئلو کې دې لاسوهنه نه کوي.
نوموړي زياته کړه، فليپين بايد په دې وپوهېږي چې په جنوبي سمندر کې د مقابلې لپاره د باندنیو هېوادونو ننوتل او لاسوهنه به په سيمه کې ثبات ته زيان ورسوي او کړکېچ به ورسره زيات شي. موږ له اړوندو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې خپل امنيت او پرمختګ ته پام وساتي، ښه ګاونډيتوب او ملګرتيا دې وساتي، خبرو اترو او مشورو ته دې مراجعه وکړي او ستراتيژيکې خپلواکۍ دې ټينګې کړي.