د مغولستان د HSK ازموينې انستيتوت د چيني ژبې د زده کړې او ازموينې مرکز د پرانیستې مراسم د اګست په لومړۍ نېټې په پلازمېنې اولانباتار کې تر سره شول، چې دا په دغه هېواد کې د چيني ژبې د زده کړې او ازموينې لومړی مرکز دی.
د چين د پوهنې وزارت د چيني او بهرنيو ژبو د تبادلې او همکارۍ مرکز مرستيالې رئيسې جينګ وې، د مغولستان د تعليم عمومي ادارې مشر نيمااوچير او په مغولستان کې د چين مستشار لي جي په ګډون ۱۳۰ کسانو په يادو مراسمو کې ګډون وکړ.
د مغولستان د تعليم عمومي ادارې مشر نیمااوچیر وویل، اوس مهال په مغولستان کې زیات شمېر زده کوونکي د چینایي ژبې زده کړې کوي، په ۱۸ حکومتي ښوونځیو کې له ۵۰۰۰ څخه ډېر زده کوونکي د چیني ژبې زده کړه کوي. د مغولستان حکومت د چيني ژبې د ياد مرکز جوړونې ته ډېر اهميت ورکوي او هيله لري چې په دې سره د دواړو اړخونو ترمنځ تعليمي همکارۍ لا پياوړې کړي.