عرب ليګ او د چين ميډيا ګروپ د همکارۍ تړون لاسليک کړ
CMG2024/08/03 15:58:43
شريکول:

د عرب ليګ سرمنشي احمد ابوالغيط د جولای په ۳۰مه نېټه د مصر په پلازمېنه قاهره کې د چين  کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د نشراتي څانګې له مرستيال مشر او د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ سره وکتل.

دواړو خواوو د کلتور، سپورټ، د رسنیزې همکارۍ او د ولسي تګ راتګ په اړه د نظریو تبادلې وکړې او د همکارۍ يادښتونه يې هم لاسليک کړي دي.

په مصر کې د چين سفير او په عرب ليګ کې د چين استازی لياو لي چيانګ هم په دغه مراسمو کې ګډون وکړ.