د امريکا د ډيموکراتيک ګوند ملي کمېټې د اګست په ۲مه نېټه اعلان کړی، چې مرستيال ولسمشرې کامالا هاريس د دغه ګوند د نوماندۍ لپاره کافي رايې تر لاسه کړې دي.
د ډيموکراتيک ګوند شاو خوا ۴۷۰۰ استازو د اګست د لومړۍ نېټې په سهار انلاين رايې ورکونې پيل کړې. دغه کمېټه اټکل کوي، چې د اګست تر ۵مې نېټې پورې به دغه انلاين رايې ورکونه پای ته ورسوي او په رسمي توګه يې نتيجه اعلان کړي.