د ايسلنډ نوې ټاکل شوې ولسمشرې هالا توماسډوتير د اګست په لومړۍ نېټه د دغه هېواد په پلازمينه ريک جايک کې لوړه وکړه او د دغه هېواد په تاريخ کې يې دويمه ښځينه ولسمشره ده.
نوموړې د ۱۹۶۸کال په اکتوبر کې زيږيدلې وه او د روان کال په جون مياشت کې په ټولټاکنو کې بريالۍ شوه. توماسډوتير د لوړې په وينا کې د دیالوګ، همکارۍ او ټولشموليت پر اهميت ټينګار کړی او په ځانګړې توګه يې يادونه کړې، چې بايد د ځوان نسل رول ته توجه وشي.