د چين او اندونيزيا چټک ريل شرکت (KCIC) په دې وروستيو کې اعلان وکړ، چې د اندونيزيا کارکوونکی د جاکارتاـ باندونګ چټک اورګاډی چلولی شي، چې سرعت يې هر ساعت ۳۵۰ کيلومترو ته رسېږي. مانا يې دا ده چې د دې پروژې د وړ کسانو د روزلو پرمختګ تر لاسه شوی او په راتلونکي کې د اندونيزيا پخپله د دغې پروژې د ادارې لپاره بنسټ اښودل شوی دی.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د اګست په ۲مه نېټه په خبري ناسته کې وويل، د جاکارتاـ باندونګ چټک ريل په تېر کال کې فعال شوې. چين او اندونيزيا د چټک ريل د ادارې، د کارکوونکو روزنې او د تخنيک سپارلو په شمول بېلا بېلو برخو کې هراړخيزې همکارۍ کړې دي.
نوموړي زياته کړه، چې تر اوسه پورې د چين کاري ډلې د اندونيزيا څه باندې ۱۶۰ کارکوونکي روزلي او اندونيزيا د چټک ريل په برخه کې خپل تخنيکي ډله لري.
نوموړي دې ته اشاره وکړه، دا نه يوازې د چين او اندونيزيا تر منځ د ګډې ګټې او همکارۍ څرګنده نښه ده، بلکې د کمربند او لارې د جوړونې وړانديز د پلې کېدو نومونه هم ده.