شي جين پينګ د ویتنام کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې نوي عمومي منشي تولام ته د مبارکۍ پيغام ولېږه
CMG2024/08/03 16:16:31
شريکول:

د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جین پينګ د اګست په ۳مه نېټه خپل ویتنامي سیال(Tô Lâm) تولام ته د مبارکۍ پيغام ولېږه چې د ویتنام کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د نوي عمومي منشي په توګه وټاکل شو.

شي جين پينګ په پيغام کې لیکلي چې زه غواړم له عمومي منشي تولام سره د چین او ویتنام د ګډ برخلیک ټولنې جوړونې واقعي اقدامات ترسره کړو، خپلمنځي عنعنوي دوستي او سیاسي باور لا نور پياوړي کړو، خپلمنځي اغېزمنې همکارۍ نورې هڅوو چې د دواړو هېوادونو خلکو ته لا زیاتې ګټې ورسوو.