د چين لوبډلې د پاريس په اولمپيک لوبې کې ۱۳ طلايي مډالونه ګټلي
CMG2024/08/03 15:50:03
شريکول:

د پاريس اولمپيک لوبې اوس په فرانسه کې روان دي او تر اوسه پورې د چين لوبډلې د  ۱۳ طلايي مډالونو په ګټلو سره د طلايي مډالونو لېست کې لومړۍ ځای نيولی دی.

د چين لوبغاړو جنګ سي وې او هوانګ يا چيونګ د اګست په ۲مه نېټه د بدميتون په نارينه او ښځې په عبرګوني سیالۍ کې لومړۍ ځای نيولی او طلايي مډال يې تر لاسه کړی دی.

د چين لوبغاړو وانګ شين يو او جانګ جي جن په همدې ورځ د ټنيس په د نارينه او ښځې په عبرګوني سیالۍ کې دوهم ځای نيولی او نقره يي مډال يې تر لاسه کړی دی. دا د اولمپيک لوبو د ټنيس په دغه سیالۍ کې د چيني لوبډلې لومړی مډال دی.