په دې سره چې د چین زیاتو ښارونو د ۷۲ یا ۱۴۴ ساعتونو لپاره د نورو زیاتو بهرنیو هېوادونو سیلانیانو ته اجازه ورکړې چې له ویزې پرته دننه کولای شي، مخ په ډېرېدو سیلانیان چین ته سفر کوي او د چین رښتینې بڼه پيژندلی شي. د چین د سیلانیزو چارو په هکله ډېرې ویډيوګانې په ټولنیزو رسنیو کې پراخې خپرې شوي، د چین د ګړندي پرمختګ په اړه زیات اصطلاحات هم په ویبسایټونو کې یاد شوي دي. مګر په عین وخت کې د تورونو لټولو په موخه ځینې بهرنیان هم چین ته ننوتلي دي.
هندي وګړی سنجايي چې په ټولنیزو رسنیو کې زیات مینوال لري، د چین په پلازمینه بېجینګ کې د بېوزلو کسانو د استوګنځای د لټولو لپاره ډېر کوښښونه کړي. کله چې هغه د بېجینګ د دوهم حلقوي سیمې د Hutongsخوټونګ ځای ته رسېدلی، فکر یې کاوه چې د بېجینګ پټه بڼه پېژندلی، څرنګه چې دلته لاره ډېره تنګه ده او ودانۍ ټيټې او زړې دي.
کله چې هغه وغوښتل چې د یو انګړ دروازې په پرانیستلو سره د ځايي چینایانو ژوند چې ګمان کېده بېوزله حالت ثبت کړي، د رښتینې بڼې په لیدلو سره یې ټکان وخوړ، چاپېریال پاک دی، خلک په ټالونو کې ناست او ساعتېری کوي او کافي خونه هم لیدل کېږي. د دې انګړ خاوند دلته د ساعتیرۍ په مرکز بدل کړی او میاشتنۍ کرایه یې ۹ لکه هندي روپۍ دي، چې څه باندې ۱۰ زره امریکايي ډالره ده. سانجايي د دغو مالوماتو په کتلو او اورېدو سره سمدلاسه ووتل.
د بېجینګ د یاد خوټونګ ځای تر څنګ د دې ښار مرکزي محور نومې سیمه ده چې څو ورځې دمخه د نړیوالو لرغونو میراثونو په ۴۶مه غونډه د نړیوالو لرغونو میراثونو په لېست کې شامله شوه. یاده سیمه په ۱۳مه پېړۍ کې جوړه شوه او پکې ۱۵ تاریخي میراثونه ساتل شوي دي. خوټوګ هم څو سوه کلن تاریخ لري او د چیني کلتور او هنر د خپرېدا یوه مهمه نښه ګرځېدلې ده. د یادولو وړ ده چې د نړیوالو لرغونو میراثونو په ۴۶مه غونډه د هند په پلازمینه نوي ډیلي کې ترسره شوه، خو د دې هېواد انټرنیټ مشهور سړي د بېجینګ په کلتور د هېڅ نه پوهېدو په حال کې د دې ښار بېځایه تور د لټولو هڅه کړې، هرومرو به د شرم احساس وکړي.
یو بل هندي سړی هم د تعصب په لرلو سره د چین د جیانګ سو ولایت د سو جو ښار کلیوالې سیمې ته لاړ او و یې غوښتل چې دلته د هند د (Dharavi slum) دهراوي سلوم په څير شواهد پيدا کړي. خو هغه د چکر په بهیر کې دا پوښتنه پيدا کړې چې په تنګه لاره کې ډېر کم کثافات لیدل کېږي، دا ډېر د ټکان وړ ده، څرنګه چې د هند په پلازمینه نوی ډیلی کې هر ځای ګڼ شمېر کثافات لیدل کېږي. ور پسې یې دا هم ولیدل چې په دغه کلیواله سیمه کې چاپېریال د ښار په نسبت دومره سمسور نه ښکاري، خو نږدې هره کورنۍ برېښنا، پاکو اوبو او انټرنیټ شبکې ته لاسرسي لري، ژوند یې ډېر ښه دی. د ده په ژوندۍ خپرونه کې مینوالو یې د دغه حالت په لیدلو سره هم راز ښودلی.
چین په تېرو لسګونو کلونو کې د پرمختګ او ابادۍ لپاره ستر کوښښونه کړي، د بېوزلۍ له منځه وړلو او د کلیوالو سیمو د سمسورتیا په برخو کې یې د لیدو وړ بریالیتوب تر لاسه کړی دی. تېر کال د چین په کلیوالو سیمو کې د اوسېدونکو د هر تن په سر منځنی عاید شاوخوا درې زره امریکايي ډالره و چې د وړم ۲۰۲۲م کال په نسبت ۷،۶ سلنه زیاتوالی ښيي. په عین وخت کې د چین په کلیوالو سیمو کې د خلکو د ژوند چاپېریال په دوامداره توګه ښه شوی، د عامه تشناب د ترویج انډول له ۷۳ سلنې زیات دی.
اوس مخ په زیاتېدو بهرني سیلانیان چین ته راغلي، ځیني یې د چین په سمسورتیا ټکان خوري، ځیني یې د چین په اړه ډېر پوهېدلي، ځیني یې په بد نیت راغلي. چین د تر ټولو پرمختیايي هېواد په توګه داسې حالت ټول مني، څرنګه چې چینایان د خپل هېواد په ابادۍ پوره باور لري.