د اسټراليا اړوندې څانګې د يو راپور په خپرولو سره دا ليکلي، چې له چين سره تجارت او سوداګرۍ د دغه هېواد کورونو ته ګټې رسولې دي، د چين بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د اګست په ۲مه نېټه يوه نوبتي خبري ناسته کې په دې هکله وويل، چې په دغه راپور کې له ارقامو او حقيقت دا ښکاري چې له چين سره تجارت او سوداګرۍ د اسټراليا خلکو ته زياتې ګټې رسولې دي، د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي او تجارتي اړيکې اصلي اهميت د ګډو ګټو تر لاسه کول دي او د چين پرمختګ د اسټراليا لپاره د ننګونې پر ځای ښه فرصت دی.
د خبر له مخې، د اسټراليا او چين د صنعتي او سوداګريزو چارو کمېټې په وروستۍ موده کې ياد راپور خپور کړ. د راپور له مخې، په ۲۰۲۲-۲۰۲۳ مالي کال کې، له چين سره د تجارت او سوداګرۍ په پار د اسټراليايي کورونو عایدات په منځنۍ ډول ۲۶۰۰ اسټراليایي ډالره زیات شوي او ۵۹۵ زره ۶۰۰ کاري فرصتونه برابر شوي دي.