د چين ميډيا ګروپ په کوربه توب د اګست په ۲مه نېټه په ټايلنډ او پاکستان کې په جلا جلا توګه په نوې زمانه کې د چين اصلاحاتو له ژورتيا سره د نړيوالو فرصتونو په اړه ډيالوګ تر سره شو.
په دې ډيالوګ کې د ټايلنډ او پاکستان سياستوالو، کارپوهانو او نورو استازو د چين د کمونېست ګوند د ۲۰مې دورې مرکزي کمېټې د ۳مې عمومي غونډې د نړيوال اهميت او د چين د اصلاحاتو په ژورتيا سره نړۍ ته د برابر شويو ګټورو فرصتونو په هکله د نظريو تبادلې کړې دي.