حماس د اګست په ۳مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، اسرائيلي ځواکونو په همدې ورځ د غزې تړانګې په شمال کې پر يوه ښوونځي بريدونه کړي چې له امله يې لږ تر لږه ۱۵تنه وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
په اعلاميه کې راغلي، چې د اسرائيلي پوځ څو جنګي الوتکو د غزې ښار پر يوه ښوونځي بريدونه کړي چې پکې ګڼ شمېر بې کوره شویو کسانو ژوند کاوه.