د ختيځ تيمور ولسمشر جوسې مانويل راموس هورتا له چين څخه د سفر په ترڅ کې له چين ميډيا ګروپ سره ځانګړې مرکه کړې ده.
نوموړي په تېرو ۵۰ کلونو کې څو څو ځلې چين ته سفر کړی او په خپلو سترګو يې د چين پرمختګ ليدلی او د چيني شکله عصري کېدو پروسې ستاینه يې کړې ده.
د چين او د ختيځ تيمور د سیاسی اړيکو د ټينګېدو له ۲۲ کلونو راهيسې، دا لومړی ولسمشر دی چې له چين څخه يې رسمي ليدنه کړې ده.
نوموړي هيله ښودلی، چې دواړه هېوادونه به د متقابل درناوي او ګډې نظريې پر بنسټ خپلمنځي دوه اړخيزه اړيکې ژورې کړي.
جوسې مانويل راموس هورتا زياته کړه، د ختيځ تيمور په پوره توګه د رئيس شي جين پينګ لخوا نړۍ ته د واندې شویو وړانديزونو څخه ملاتړ کړی، ځکه دا د هر هېواد له اساسي ګټو سره سمون خوري او د پرمختيايي هوادونو د خلکو ګډه غوښتنه ده.