حماس د اګست په ۳مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د لارښوونې مرکز يې د نوي مشر د ټاکلو لپاره پراخې مشورې پيل کړې دي.
په اعلاميه کې راغلي چې حماس په تېرو څو لسيزو کې د دوی د مشرانو له وژل کېدو وروسته په چټکۍ سره د اصولو او مقرراتو له مخې نوي مشران غوره کړي دي. تر اوسه د حماس اجرئيوي او لارښوونکو ادارو خپلو کارونو ته دوام ورکړی او نوی مشر به له بشپړې مشورې وروسته اعلان شي.