د مالي لنډ مهالي حکومت د اګست په ۴مه نېټه په يوې خبرپاڼه کې له اوکراين سره د ډيپلوماتيکو اړيکو د پرېکون اعلان کړی دی.
د اوکراين د پوځي معلوماتو ادارې وياند څو ورځې دمخه پر دې اعتراف کړی، اوکراين د مالي په شمال ختيځ کې د ترهګرو په هغه بريد کې ښکېل شوی چې له امله يې د مالي ځواکونو ته د سر زيات زیانونه رسېدلي دي.
د يادې خبرپاڼې له مخې، د اوکراين حکومت اړوندې کړنې د مالي پر ملي حاکميت سخت تېری دی، نو د مالي لنډ مهالي حکومت ور سره د ډيپلوماتيکو اړيکو د پرېکون پرېکړه کړې ده.
د مالي ځواکونو ته د جولای په ۳۰مه نېټه خبر ورکړ، د همدې مياشتې په ۲۶مه نېټه د دغه هېواد په شمال ختيځ کې له ترهګرو سره په جګړه کې د سر دروند زيان رسېدلی دی.