د يمن حوثي وسله والو يو ځل بيا يوه امريکايي بېپيلوټه الوتکه غورځولې
CMG2024/08/05 15:40:05
شريکول:

د يمن د حوثي وسلوالې ډلې وياند یخی سریع د اګست په ۴مه نېټه وويل، چې دغې ډلې د يمن په شمال صعده ولايت کې يو ځل بيا د امريکا د MQ-9 ډوله بېپيلوټه الوتکه غورځولې.

سریع په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، دغه امريکايي بېپيلوټه الوتکه چې د جاسوسي عملياتو په حال کې وه، د يمن د هوايي ځواکونو د يوه توغندي په وسيله ويشتل شوې او نسکوره شوې ده.

 نوموړي په خپلو خبرو کې د دغې پېښې مشخص وخت نه دی ياد کړی، خو ويلي يې دي چې دا د تېر کال له اکتوبر راهيسې اووم ځل دی چې دغه ډله دا ډول الوتکه غورځوي.

د امريکا پوځ د دغې پېښې په اړه هيڅ نه دي ویلي. MQ-9 ډول الوتکه پر کشفي عملياتو سربېره، د بريد کولو وړتیا هم لري او پر توغنديو د ځمکې پر مخ هدفونه په نښه کولی شي.