ایران د اګیست په ۳مه نېټه د حماس د سیاسي بیورو د مشر اسماعيل هنيه د وژل کېدو په هکله جزئیات خپاره کړل او په ډاګه کړې یې ده چې دوی به د هنیه غچ واخلي.
اسماعیل هنیه د جولای په ۳۱مه نېټه د ایران پلازمینې تهران په خپل استوګنځای کې وژل شوی دی.
دی د ایران د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته تللی و او له وژل کېدو یوه ورځ مخکې يې په دې مراسمو کې ګډون هم کړی و.
د ایران اسلامي انقلابي ګارډ یا سپاه پاسداران د اګيست په ۳مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، د اسماعیل هنیه پټه وژنه د امریکايي حکومت په ملاتړ د اسرائیل لخوا طرحه او تطبیق شوې ده.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د خبر له مخې، د ایران لوی مذهبي مشر او رهبر سیدعلي خامنه اي ویلي چې یادې پېښې ته په ځواب کې به پر اسرائیل مستقیم بریدونه وشي.
د امریکې د اکسیاوس خبري ویبسایټ په همدې ورځ د دغه هېواد د حکومت او اسرائیلي چارواکو په قول خبر ورکړ، ایران ښايي د روانې میاشتې په ۵مه نېټه پر اسرائیل بریدونه وکړي او د لبنان حزب الله به هم په دې برید کې ورسره وي.
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو په دې وروستیو کې په ډاګه کړې چې دوی د هر ډول حالت یعنې د دفاع او هم د برید لپاره تیاریانې نیولي دي.
د امریکايي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان مایکل کوریلا د اګیست په ۳مه نېټه منځني ختیځ ته ورسېد او د اردن او اسرائیل په شمول له ځینو هېوادونو څخه به لیدنې وکړي. د امریکا چارواکي ویلي، هغه به د منځني ختیځ هېوادونه وهڅوي چې د ایران د ممکنه برید د مخنيوي لپاره اقدامات وکړي.
د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیومیلر وویل، وزیر انټوني بلینکن په همدې ورځ له خپلو فرانسوي او برېتانوي سیالانو سره ټیلېفوني اړیکو کې د منځني ختیځ وضعیت په اړه بحثونه وکړل. میلیر وویل، درې واړو وزیرانو له ښکیلو خواوو څخه وغوښتل چې سړه سینه وساتي او د شخړو د ترینګلتیا مخه ونیسي.
د امریکې دفاع وزارت د اګېست په ۲مه اعلان وکړ، دوی به له اسرائیل څخه د ملاتړ په موخه منځني ختیځ ته زیاتې جنګي الوتکې او پوځي بېړۍ ولېږي.
په عین وخت کې څو هوايي شرکتونو د لبنان پلازمېنې بیروت او د اسرائیل تل ابیب ښار ته پروازونه ځنډولي. امریکا، بریتانیې او فرانسې په لبنان کې له خپلو ابتاعو څخه وغوښتل چې ژر تر ژره له دغه هېواده ووځي.
د اسرائیل پوځونو د اګېست په ۳مه نېټه په دوامداره توګه پر غزې تړانګې، د اردن سیند پر لوېديځې غاړې او د لبنان پر جنوبي سرحد بریدونه کړي او مرګ ژوبله یې اړولې ده.
د تېر کال په اکتوبر کې د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د روانې شخړې له راپورته کېدو راهیسې، د اردن سیند لوېديځې غاړې وضعیت هم ترینګلی شوی دی. د فلسطین د روغتیا وزارت د شمېرې له مخې، د اردن سیند په لوېديځه غاړه کې تر اوسه څه باندې ۵۹۰ فلسطینیان د اسرائیل د بمباریو له امله وژل شوي دي.
اسرائیلي ځواکونو د اګېست په ۳مه نېټه د حماس پر اورپکو د برید په پلمه د غزې پر یوه ښوونځي حملې وکړې او له امله یې لږ تر لږه ۱۵ تنه ووژل شول او لسکونه نور ټپیان شول. سربېره پر دې د اسرائیل او د لبنان د حزب الله ترمنځ شخړې هم دوام لري. د لبنان ځواکونو یوې سرچینې ویلي چې د اسرائیلي بمباریو له امله د دغه هېواد په جنوب کې څو تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د مصر د هوايي ډګر یوې سرچینې ویلي، یو جګپوړی اسرائیلي پلاوی د اګېست په ۳مه نېټه د مصر پلازمینې قاهرې ته رسېدلی او په غزه تړانګه کې د اوربند په هکله له مصري خوا سره تر څو ساعته مشورې وروسته اسرائیل ته بېرته ستون شوی دی.
عامه افکار په دې اند دي چې اوس د اوربند په اړه خبرو کې د بریالیتوب تر لاسه کېدو امکان ډېر لږ دی. دا هم په ډاګه شوې چې د اسرائیل صدراعظم نیتانیاهو په عمدي توګه په غزه کې شخړې ته دوام ورکړی تر څو د ده په مشرۍ د ښې اړخو واکمني دوام وکړي.