د یوې امريکايي خبري رسنۍ د خبر له مخې، د منځني ختيځ د حالاتو د وخيمتوب په حال کې د امريکايي ځواکونو مرکزي قوماندانۍ قوماندان ميکایل ايريک کوريلا د اګست په ۳مه نېټه منځني ختيځ ته رسېدلی او له دغې سيمې څخه يې خپل سفر پيل کړی دی.
د دې رسنۍ په خبر کې ويل شوي، د کوريلا د سفر موخه پر اسرائيلو د ايران د ممکنه بريد د مخنيوی لپاره د دې سيمې د هېوادونو توافق ترلاسه کول دي.
دې رسنۍ اټکل کړی، چې کوريلا به په دغه سفر کې له اردن، اسرائيل او د خليج له نورو څو هېوادونو څخه ليدنه وکړي. دې رسنۍ د یوه امريکايي چارواکي له قوله ویلي، کوريلا به هڅه وکړي چې د منځني ختيځ هېوادونو ته قانعت ورکړي چې پر اسرائيلو د ايران د ممکنه بريد د مخنيوي لپاره له امريکا سره توافق وکړي. اردن د نوموړي د سفر کلیدي موخه بلل کېږي.