د ايران د پارلمان مشر: د اسماعيل هنيه وژل کیدو ته به سخت ځواب ورکړو
CMG2024/08/05 10:30:47
شريکول:

د حماس د سياسي بيورو مشر اسماعيل هنيه د جولای په ۳۱مه نېټه د ايران په پلازمېنه تهران کې د بريد له امله وژل شوی چې د سيمه ييزو حالاتو د لا ترينګلتيا سبب ګرځېدلی دی.

د ايران د پارلمان مشر محمد باقر قاليباف د اګست په ۴مه نېټه په دې اړه ويلي، ايران به دغې پېښې ته سخت ځواب ورکړي او اسرائيل او امريکا به د دې کار مناسبه بيه پرې کړي.

د اسرائيل دفاع وزير په همدې ورځ څرګنده کړه چې هېواد يې د بريد پر ضد چمتو دی.

د ايراني خبري رسنيو د خبر له مخې، د دغه هېواد د پارلمان مشر محمد باقر قاليباف د اګست په ۴مه نېټه څرګنده کړه چې د ايران د پوځ غښتلي ځواکونه به اسرائيل او امريکا ته تاريخي درس ورکړي او دا دواړه هېوادونه به پر خپلې کړنې پښېمانه شي.

( سپوږمۍ)