متحدو ايالتونو له فليپين سره د ۵۰۰ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د نظامي مرستې بسته اعلان کړه چې موخه یې د دغه هېواد د دفاعي وړتياوو لوړول ښودل کیږي. په اعلان شوې بسته کې د دواړو هېوادونو تر منځ د استخباراتي معلوماتو د شريکولو پلان هم شامل دی. که څه هم دا ګام په رسمي ډول د امنيت د ټينګولو هڅه بلل کيږي، خو په عمل کې داسې ښکاري چې له فليپين سره د متحدو ايالتونو نظامي مرسته د سيمې د بې ثباته کولو هڅه ده چې په ختيځه اسيا کې د وسلو د يوې نوې سيالۍ د پيلېدو سبب کيږي.
له فليپين سره د بايډن د ادارې نظامي مرسته د متحدو ايالتونو د راتلونکي ولسمشر له پرېکړې سره تړلې چاره ده؛ په ځانګړي ډول په داسې يوه وضعيت کې چې دغه هېواد له اقتصادي کړکېچ سره مخ دی او وار له مخه یې په بهر کې پر دفاعي سکټور درانه لګښتونه کړي دي.
د متحدو ايالتونو د نظامي مرستو د بستې وخت او ماهيت په ختيځه اسيا کې د قدرت د متزلزل توازن د ګډوډولو په برخه کې د هغې د باالقوه وړتيا په تړاو اندېښنې را پارولې دي؛ ځکه په ياده بسته کې د فليپين د سمندري ځواکونو د شمېر ډيرول او نوې زیربنايي پروژې هم شاملې دي. په ورته مهال دا لا څرګنده نه ده چې د متحدو ايالتونو مرسته به د فليپين بهرنۍ دفاعي اړتيا تر کومه بريده پوره کړي او په سيمه کې به د متحدو ایالتونو ستراتيژیکې ګټې څومره خوندي کړای شي. ياده مرسته د متحدو ايالتونو د لاسوهنې هڅه ګڼل کيدای شي چې په وار له مخې بې ثباته سيمه کې به کشمکشونه لا پراخ کړي.
سيمې ته د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو د وزير انتوني بلېنکن او د دفاع د وزير لويډ اسټېن سفر شته اندېښنې لا پسې ژورې کړې. د دوی سفر د دې پر ځای چې د مذاکراتو فضا تقويه او کشمشکونه را کم کړي، په سيمه کې د تاوتريخوالي د لا ډيريدو سبب شو.
له فليپين سره د نظامي مرستو موخه يوازې دا نه ده چې د دغه هېواد نظامي وړتياوې لوړې شي، بلکې د اسيايي هېوادونو د ټولنې د يووالي د له منځه وړلو او د ختيځي اسيا د هېوادونو اتحادیې په غړو کې د نظم د له منځه وړلو هڅه هم ده. يادې مرستې په سيمه کې د وسلو د سيالۍ د پراخولو باالقوه وړتيا لري او د سيمې نور هېوادونه به وهڅوي چې په غبرګون کې یې د خپلو دفاعي لګښتونو کچه لوړه کړي.