د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلينسکی د اګست په ۴مه نېټه په ټولنيزو رسنيو کې ويلي، چې له اوکراين سره د نورو هېوادونو له خوا مرسته شوې اېف ـ ۱۶ ډوله جنګي الوتکې دغه هېواد ته رسېدلې او په جنګ کې يې ګډون کړی دی.
نوموړي زياته کړه، اوکرايني پيلوټانو د اېف ـ ۱۶ ډوله جنګي الوتکو په چلولو پيل کړی او له ډنمارک، هالند او امريکا څخه يې د دې الوتکو د ورکولو له امله مننه ښودلې ده.
نوموړي د ترلاسه شویو اېف ـ ۱۶ ډوله جنګي الوتکو شمېر نه دی په ډاګه کړی.
خو ویلي يې دي چې اوس دغه هېواد ته رسېدلي اېف ـ ۱۶ ډوله جنګي الوتکو او په بهرنيو هېوادونو کې د روزونکو اوکرايني پیلوټانو شمېر لا هم کم ښکاري.